سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۹

إِنَّهُمْ لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۖ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ 19 ١٩

بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى (۱۹)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې په حق نه پوهيږي، هيڅکله به له تا څخه د الله د هيڅ عذاب مخه ونه شي نيولای، که چېرې دې د هغوی د هوسونو پيروي وکړه، او ظالمان له ټولو ملتونو او مذهبونو د يو او بل مرستندويان دي او د مؤمنانو پر خلاف ملاتړي دي، او الله د هغو کسانو مرستندوی دی چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېريږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ