او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي، (نو) د دوى دلیل نه وي مګر دا چې وايي: تاسو زمونږ (مړه) پلرونه راولئ كه تاسو رښتيني يئ (۲۵)
تفسیر
او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته د هغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو.