سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۴

وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ 4 ٤

او ستاسو په پیدا كولو كې او په هغه څه كې چې ده هر قسمه خوځنده خواره كړي دي۔؛ د هغه قوم لپاره نښې دي چې یقین كوي (۴)

تفسیر
ای خلکو ستاسو په پيدايښت کې له نطفې څخه، بيا د وينې له ټينګې ټوټې څخه، بيا له غوښې څخه، او د هغه څه په پيدايښت کې چې الله يې له ژويو په ځمکه کې خپروي د هغه پر يووالي د هغو خلکو لپاره دليلونه دي چې پر دې خبره باور لري چې همدا الله پيداکوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ