بېشكه هغه كسان چې وايي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ودرېږي، نو په دوى به نه څه وېره وي او نه به دوى غمګین كېږي (۱۳)
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې وايي: زموږ پالونکی الله دی له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، بيا پر ايمان او نېک عمل ټينګ دريږي، نو پر هغوی به په آخرت کې د راتلونکي په اړه نه وېره وي او نه به پر هغه څه خپه کيږي چې په دنيا کې ترې پاتې دي او نه پر هغه څه چې تر شا يې پرې اېښې دي.