سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۲۱

وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 21 ٢١

او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه۔، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم (۲۱)

تفسیر
ای رسوله! د عاديانو نسبي ورور هود در په ياد کړه، کله يې چې خپل قوم پر هغوی د راتلونکي عذاب څخه ووېرولو، په داسې حال کې چې هغوی د عربي جزيرې سويل لورې ته په احقاف نومي ځای کې په خپلو کورونو کې وو، په رېښتيا له هود مخکې او وروسته د خپلو قومونو وېروونکي رسولان تېر شوي دي چې خپلو قومونو ته به يې ويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، له هغه سره بل څوک مه لمانځئ، ای زما قومه! پرته له شکه زه پرتاسې د قيامت د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ