سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 25)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
46
الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۲۵
تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَىٰ إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ
چې د خپل رب په حكم سره هر شى هلاكوي، نو دوى سبا ته داسې شول چې يواځې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته بدله وركوو (۲۵)
تفسیر
هغه باد به چې پر هرڅه تېرېده تباه کول به يې د کومو د تباهۍ چې الله امر ورته کړی و، نو تباه شول، له هغو کورنو پرته چې پکې اوسېدل بل څه نه ليدل کېدل چې د هغوی پر مخکېني شتون يې شاهدي ورکړې وه، د دغې دردوونکې سزا غوندې موږ هغو ګناهکاره خلکو ته چې پر خپل کفر او ګناهونو ټينګار کوي سزا ورکوو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: