سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۳۰

قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ 30 ٣٠

دوى وویل: اى زمونږ قومه! بېشكه مونږ داسې كتاب واورېده چې له موسیٰ نه وروسته نازل كړى شوى دى، په داسې حال كې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو۔، حق ته او نېغې (سمې) لارې ته ښوونه كوي (۳۰)

تفسیر
هغوی يې خپل قوم ته وويل: ای زموږ قومه! پرته له شکه موږ داسې کتاب واورېدلو چې له موسی وروسته الله نازل کړی دی د الله له لوري د پخوانيو نازل کړل شويو کتابونو تصديقوونکی دی، دغه کتاب چې موږ واورېدلو حق ته لارښوونه کوي، او نېغه لار ښيي، او هغه د اسلام لاره ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ