سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۳۴

وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 34 ٣٤

او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته وړاندې كولى شي (او ورته وبه ویل شي:) ایا دا حق (اورښتیا) نه دى، دوى به ووايي: ولې نه! زمونږ دې په خپل رب قسم وي۔! الله به ووايي: نو تاسو عذاب وڅَكئ، په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه (۳۴)

تفسیر
او هغه کسان چې په الله او د هغه په رسولانو یې کفر کړی دی کله چې په هغه ورځ اور ته وروړاندې کړای شي ترڅو پکې سزا ورکړل شي، نو د هغوی ته د چوپ کولو په موخه به ورته وويل شي: آيا دغه عذاب چې تاسو يې وينئ حق نه دی؟! او يا درواغ دی لکه څنګه مو چې په دنيا کې ويل؟! هغوی به وايي: ولې نه، په خپل پالونکي مو دې لوړه وي چې هغه حق دی، نو هغوی ته به وويل شي: پر الله د کفر کولو له امله سزا وڅکئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ