سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۴

قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 4 ٤

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه۔، كه تاسو رښتيني یئ (۴)

تفسیر
ای رسوله! دغو له حق څخه مخ اړوونکو مشرکانو ته ووایه: د خپلو هغو بوتانو په اړه خبر راکړئ چې له الله پرته يې تاسې عبادت کوئ، هغوی د ځمکې له برخو څخه کوم څه پېدا کړي دي؟ آيا کوم غر يې پيداکړی؟ يا يې کوم نهر پيداکړي؟ يا هغوی لره د اسمانونو په پيدايښت کې ګډون او برخه شته؟ له قرآن څخه مخکې د الله له لوري کوم نازل شوی کتاب راوړئ او يا بله پاتې پوهه چې پخوانيو پرې اېښې وي که چېرې تاسو مو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې ستاسو بوتان د عبادت وړ دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ