سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۷

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ 7 ٧

او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستلى شي، په داسې حال كې چې ښه واضح دي (، نو) كافران شوي كسان د حق په باره كې وايي، كله چې دوى ته راغى: دا ښكاره جادو دى (۷)

تفسیر
او کله چې زموږ پر رسول زموږ نازل کړی شوي ايتونه لوستل کيږي، نو هغه کسان چې کفر يې کړی د هغه قرآن په اړه چې د هغوی د رسول په لاس ورته راغلی دی وایي چې: دا خو څرګندې کوډې دي او د الله له لوري وحي نه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ