سوره الأحقاف (شګلنه سیمه) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




46 الأحقاف(الأحقاف)، آیت ۸

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 8 ٨

بلكې ایا دوى وايي: ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې دا ما له ځانه جوړ كړى وي، نو تاسو زما لپاره له الله نه (د بچ كولو لپاره) د هېڅ شي اختیار نه لرئ، هغه په هغو خبرو ښه عالم دى چې تاسو په هغو كې لګیا يئ، هغه زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ښه كافي ګواه دى۔ او همدغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۸)

تفسیر
آيا دغه مشرکان وايي چې: محمد دغه قرآن له ځانه جوړ کړی، او الله ته يې نسبت کړی؟! ای رسوله! هغوی ته ووايه: که مې له ځانه جوړ کړی وي، نو تاسو ما لره د هيڅ پلمې جوړولو واک نه لرئ، که الله سزا راکول وغواړي، نو څنګه پر هغه د درواغ تړلو له امله خپل ځان سزا ته وړاندې کړم؟! الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو په قران کې کوم عيب بيانوئ او په ما باندې کومه جرحه کوئ، الله پاک زموږ او ستاسو ترمنځ د شاهد په توګه بسنه کوي، هغه د خپلو بندګانو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ