سوره محمد (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۳

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَىٰ أَبْصَارَهُمْ 23 ٢٣

دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى، نو دوى يې كاڼه كړي دي او د دوى سترګې يې ړندې كړې دي (۲۳)

تفسیر
دغه په ځمکه کې په ورانکارۍ او د خپلويو په پرېکولو متصف خلک هغه کسان دي چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړې دي، او د هغوی غوږونه يې د حق له اورېدلو، منلو او باور کولو څخه کاڼه کړي دي او د باور له ليدلو يې ړانده کړي دي[عبرت نه اخلي].

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ