سوره محمد (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۳۶

إِنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۚ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ 36 ٣٦

بېشكه هم دا خبره ده چې دنيايي ژوند خو بس لوبې او مشغولتیا ده او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي (۳۶)

تفسیر
پرته له شکه د دنيا ژوند لوبې او ساعت تېری ده، نو هوښيار د خپل آخرت له عمله پرې نه بوختيږي، که چېرې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، هغه به پرته له کموالي ستاسو د کړنو بشپړه بدله درکړي، او له تاسو څخه مو ټول مالونه نه غواړي، بلکې هغه يوازې واجب زکات درڅخه غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ