سوره محمد (آیت 3)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
47
محمد(محمد)، آیت ۳
ذَٰلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ
دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده۔، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي (۳)
تفسیر
دغه د دواړو ډلو لپاره ياده شوې بدله د هغه څه له امله ده، چې کومو کسانو چې پر الله کفر کړی او د باطل پيروي يې کړې وه، او کومو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړی او د خپل پالونکي له لوري یې د حق پيروي کړې ده، نو د هغوی دواړو بدلې سره بېلې بېلې شوې، د هغوی د هڅو د بېلوالي له کبله، لکه څنګه چې الله په دواړو ډلو کې خپله پرېکړه بيان کړه، يوه ډله د مؤمنانو او بله ډله د کافرانو، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي، نو يوه بېلګه له بلې بېلګې سره نښلوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: