سوره محمد (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۴

فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَٰكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ ۗ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ 4 ٤

نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره (په جنګ كې) مخامخ شئ، نو (اول كار د دوى) د څټونو وهل دي، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ، نو بیا تړل ښه مضبوط كړئ (بیا رسۍ ښې مضبوطې وتړئ) بیا له دې نه بعد یا خو احسان كول دي (په دوى احسان وكړئ) او یا خو فدیه كول دي (د عوض په بدل كې يې ازاد كړئ) (له دوى سره جنګ كوئ) تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره (يې تاسو ته د جهاد حكم وكړ) چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي (۴)

تفسیر
ای مؤمنانو! کله چې د هغو کسانو له جنګياليو سره مخ شئ چې کفر يې کړی، نو پر خپلو تورو مو د هغوی غاړې ووهئ، د هغوی د وژلو لړۍ جاري وساتئ ( د دې لپاره تر څو) د هغوی دبدبه له بېخه وباسئ، کله مو چې په هغوی کې وژنه زياته کړه، نو بيا يې بنديان ونيسئ، کله مو چې بنديان کړل، بيا د مصلحت له غوښتنې سره سم تاسو اختيار لرئ، پرته له بدلې څخه په احسان د هغوی د آزادولو او يا د مال يا بل څه په بدله کې د اخستلو، د هغوی وژلو او بندي کولو ته همداسې ادامه ورکړئ ترڅو د کافرانو په اسلام راوړلو او يا تړون کولو جګړه پای ته ورسيږي. دغه ياد شوې د مؤمنانو ازموينه په کافرانو سره، د ورځو ادلون بدلون او د ځينو پر ځينو برلاسي کېدل د الله پرېکړه ده، که چېرې الله پرته له جګړې پر کافرانو برلاسي غوښتی نو پرې برلاسي کړي به يې وای، خو الله جهاد روا کړی ترڅو ستاسو ځينې پر ځينو نورو وازمايي، نو له مؤمنانو هغه ازمایي چې جهاد کوي او هغه چې جهاد نه کوي، او کافر په مؤمن ازمایي، که چېرې مؤمن ووژل شي جنت ته به ننوزي او که مؤمن کافر ووژني هغه کافر به دوزخ ته ننوزي، او کوم کسان چې د الله په لار کې وژل شوي الله به هېڅکله د هغوی اعمال باطل نه کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ