اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړئ او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي (۷)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي! که تاسې د الله مرسته وکړه، د هغه د نبي او د دين په مرسته کولو سره او د کافرانو سره په جګړه کولو، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي پر هغوی باندې په برلاسي کولو سره، او د هغوی سره په جګړه کې به ستاسې پښې در ټينګې کړي.