سوره الفتح (فتح) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۱۰

إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ ۚ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَىٰ نَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا 10 ١٠

بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي۔، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى، نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې ماتوي او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي (۱۰)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې بيعت رضوان درسره کوي اې رسوله! د مکې د مشرکانو پر خلاف جګړه کې، هغوی په حقيقت کې له الله سره بيعت کوي، ځکه همغه ذات دی چې د مشرکانو خلاف جګړې امر يې ورته کړی دی او همغه به بدله ورکوي، د بيعت پرمهال د الله لاس د هغوی پرلاسونو د پاسه دی او هغه پرې خبر دی هيڅ هم له هغوی ترې پټ نه دي، چاچې بيعت مات کړ او پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې له الله سره يې د هغه د دين د مرستې تړون کړی و، نو دا الله ته زيان نه شي رسولای او چاچې پر هغه تړون کې د الله د دين پر مرسته وفا وکړه؛ نو هغه به يې لويه بدله ورکړي چې جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ