سوره الفتح (فتح) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۷

لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ ۖ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ ۖ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا 27 ٢٧

یقینًا یقینًا الله خپل رسول ته خوب په حقه سره رښتیا كړ، چې تاسو به، كه الله وغواړي، مسجد حرام ته په امن او ارام سره ننوځئ، چې خپل سرونه به خروونكي یئ او كموونكي به یئ، په داسې حال كې چې تاسو به نه وېرېږئ، پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم نه دي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ (۲۷)

تفسیر
پرته له شکه چې الله خپل رسول ته په حقه خوب ور رېښتينی کړ کله چې هغه خپل ځان په خوب کې وليد او خپل ملګري يې پرې خبرل کړل، هغه دا چې هغه او ملګري يې د الله کور حرام ته له خپل دښمنه څخه په امن کې ننوځي، ځينې يې د خپلو سرونو خريونکي او ځينې نور يې لنډوونکي وو چې د حج د مراسمو د پای ته رسېدو څرګندوينه يې کوله. نو ای مؤمنانو الله ستاسو پر مصلحت پوه و، چې تاسو په خپله پرې نه پوهېدئ، نو د خوب له ثابتوالي پرته چې مکې ته داخلیدل و همدغه کال یې نېږدې فتحه (بريا) وګرځوله، او د خيبر فتحه يې ورپسې کړه د هغو مؤمنانو پر لاس چې په حديبيه کې حاضر شوي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ