سوره الفتح (فتح) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۹

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا 29 ٢٩

محمد د الله رسول دى۔ او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي۔، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي۔، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي۔ د سجدو له اثر نه۔، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى۔، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده (۲۹)

تفسیر
محمد د الله رسول دی او له هغه سره ملګري يې پر جنګياليو کافرانو سخت دي، په خپلو منځو کې مهربانه، له يو بل سره نرمي کوونکي او مينه کوونکي دي، ای ليدونکيه! ته به يې الله پاک لره رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې، له الله به غواړي چې په بښنه او پتمنه بدله پېرزوينه پرې وکړي، او دا چې ترې راضي شي، نښانه يې په مخونو کې د سجدو آثار دي چې لارښوونه، ښېګڼه او د لمانځه رڼا يې په مخونو کې ده، دا يې هغه صفت دی چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب تورات يې بيان کړی، او پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب انجيل کې يې بېلګه داسې ده چې هغوی په خپل منځي مرسته او بشپړوالي کې د هغه کښت (شینګيا) غوندې دي چې کوچنی را پورته شي، پیاوړی او مضبوط شي، پر خپلو ډنډرونو ودريږي، کروندګر ته د هغه پياوړتيا او بشپړوالی خوند ورکوي، ترڅو کافران پرې په غوسه کړي، ځکه هغوی پياوړتيا، ټينګښت او بشپړوالی پکې ويني، او الله د صحابه وو له هغه کسانو سره چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی د ګناهونو د بښنې ژمنه کړې ده چې پر هغو به يې نه نيسي، او له خپل لوري يې د لويې بدلې ژمنه کړې ده چې هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ