سوره الفتح (فتح) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۵

لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا 5 ٥

د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده (۵)

تفسیر
ترڅو پر الله او د هغه پر رسول باور کوونکي نارينه او ښځينه داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او له هغوی يې ګناهونه ورژوي، نو پر هغوی يې نه نيسي، او د دغه يادې شوې موخې ترلاسه کېدل چې جنت دی، او د ویرې لرې والی چې هغه پر ګناهونو نيونه ده، د الله پر وړاندې لويه بريا ده چې هیڅ بريا ورته نه رسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ