اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي۔ او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ۔، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي (۱۱)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له تاسو دې يو قوم پر بل ملنډې نه وهي، کېدای شي هغه قوم د الله په وړاندې غوره وي چې ملنډې پرې وهل شوې دي، او اعتبار هغه څه ته دی چې د الله په وړاندې وي، او نه دې ښځې پر ښځو ملنډې وهي کېدای هغه ښځې چې ملنډې پرې وهل کيږي د الله په وړاندې غوره وي، او د خپلو وروڼو عيبونه مه بيانوئ، هغوی ستاسو په شان دي، نه دې ځينې ستاسې ځينې نور په داسې لقبونو يادوي چې نه يې خوښوي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له راتګ مخکې د ځينو انصارو حال و، او له تاسو چې څوک دا کار وکړي هغه بې لارې دی، او له ايمان وروسته دغه د بې لارۍ صفت ډېر بد دی، او څوک چې له دغو ګناهونو توبه ونه باسي، همدوی پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي چې د ګناهونو په ترسره کولو يې د تباهۍ ځايونو ته يې ورښکته کړي دي.