اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده۔ او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۲)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له ډېرو داسې تورونو ځانونه وساتئ چې د هيڅ اسبابو او نښانو پر بنسټ نه وي ولاړ، بېشکه ځينې بد ګماني ګناه ده، لکه پر داسې چا بد ګماني کول چې ظاهري حالت يې سم وي، او د مؤمنانو تر شا د هغوی پر رازونو پسې مه کېږئ، او نه دې يو له تاسو خپل ورور په داسې څه يادوي چې هغه يې نه خوښوي، ځکه په داسې څه يې يادول چې هغه يې بد ګڼي د هغه د مرګ په حالت کې د هغه د غوښې خوړلو غوندې دي، آيا يو له تاسې دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه دې وخوري؟! نو غيبت کول يې بد وګڼئ ځکه هغه د دې غوندې دي، او له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه لپاره ډېر توبه منونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.