سوره الحجرات (کوټې) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




49 الحجرات(الحجرات)، آیت ۱۵

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ 15 ١٥

بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى، بیا يې شك نه دى كړى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى، هم دغه كسان رښتیني دي (۱۵)

تفسیر
پرته له شکه مؤمنان هغه خلک دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، بيا يې له ايمان سره شک نه دی ګډ کړی، او پر خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لار کې جهاد کړی، له هغو يې په هيڅ بخيلي نه ده کړې، پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی په خپل ايمان کې رېښتيني دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ