سوره الحجرات (کوټې) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




49 الحجرات(الحجرات)، آیت ۷

وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ ۚ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ 7 ٧

او تاسو پوه شئ چې یقینًا په تاسو كې د الله رسول موجود دى، كه هغه په ډېرو كارونو كې ستاسو پیروي كړې وى (نو) تاسو به په مشقت كې غورځېدلي وى او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول۔، هم دغه كسان په نېغه لار دي (۷)

تفسیر
او ای مؤمنانو! پوه شئ چې ستاسو ترمنځ د الله رسول دی چې وحي پرې نازليږي، نو له درواغ ويلو وډار شئ، چې وحي به پرې نازله شي ستاسو پر درواغو به يې خبر کړي، او پر هغه څه ډېر پوه دی چې ستاسو مصلحت دی پکې، که چېرې په ډېری هغه څه کې ستاسو پيروي وکړي چې تاسو يې ورته وړانديز کوئ، هرومرو به په داسې ستونزه کې اخته شئ چې هغه به يې تاسو لره نه خوښوي، خو الله په خپله پېرزوينه تاسو ته ايمان خوښ وګرځولو، او ستاسو په زړونو کې يې ښکلی کړ، نو ايمان مو راوړ، او تاسو ته يې کفر، د هغه له پيروۍ وتل بد وښودل او له هغه يې سرغړونه بده درته وښودله، پر دغو صفتونو متصف خلک پر سمه او حق لاره تلونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ