سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۱۱۰

إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنْفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي ۖ وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنْكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ 110 ١١٠

كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یادكړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به د خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب، او حكمت او تورات او انجیل وښوده، او كله چې تا به زما په حكم سره له خټې نه د مرغۍ د شكل په شان (شكل) جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تابه زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو (۱۱۰)

تفسیر
او یاد کړه کله چې الله تعالی عیسی –علیه السلام- ته وویل: ای عیسی بن مریم! یاد کړه زما نعمتونه په تا باندې کله چې ته ما په غیر د پلار نه پیداکړې، او یاد کړه زما نعمتونه ستا په مور مریم –علیها السلام- باندې کله چې الله تعالی هغه غوره کړې وه د خپلې زمانې په ټولو زنانه و باندې، او یاد کړه هغه نعمتونه چې ما په تاباندې کړي وو کله چې ته ما مضبوط کړی وي په جبریل –علیه السلام- باندې، خبرې به کولې تا د خلکو سره –او ته ماشوم وې- په رابللو د هغوی سره الله تعالی ته، او خبری به کوې ته د هغوی سره ستا په بوډاوالي کې په هغه وحې سره چې ما پرې ته هغوی ته لیګلی یې، او په هغه څه چې ما یې په تاباندې انعام کړی چې تاته مې خط (لیکل) درښودلي، او تا ته مې تورات د رښودلی هغه چې ما په موسی –علیه السلام- نازل کړی و، او انجیل مو درښودلی هغه چې په تامو نازل کړی، او درښودلي مې دي تا ته د شریعت رازونه او فایدې او حکمتونه، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړي دا دی چې جوړوې د خټو نه د مرغۍ شکل، بیا پکې پوکی کوې نو هغه ژوندۍ مرغۍ شي، او ته جوړوې هغه څوک چې مورزادي ړوند وي (ړوند پیدا شوی وي)، او جوړوې د برګي مرض والا، نو هغه د روغ بدن والا شي، او راژوندي کوې مړو لره په دعا غوښتلو سره د الله تعالی نه چې راژوندی شي، دا ټول کارونه زما په اجازه کوې، او د هغو نعمتونو نه چې ما په تا کړی دا دي چې ما ته د بني اسرائیلو نه بچ ساتلی یې کله چې هغوی ستا د مرګ اراده کړي وه کله چې تا هغوی ته ښکاره معجزې راوړې، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې کفر یې وکړ په هغو باندې، او ویې ویل: نه دي دا معجزې چې عیسی پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ