او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې په ما او زما په رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته په دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو (۱۱۱)
تفسیر
او یاد کړه هغه چې په ما په تا باندې نعمت کړی دا چې ما برابر کړي تالره ملګری کله چې ما ستا خاص ملګرو (حواریانو) ته زړه کې واچوله چې په ما ایمان راوړي او ستا په پیغمبرۍ ایمان راوړي، نو هغوی دې خبری ته غاړه کیښوده او دعوت یې قبول کړ، او ویې ویل: مونږ ایمان راوړی، او ته ګواه شه –ای زمونږه ربه-! په دې خبره چې مونږ تا ته تسلیم شوي یو او تاته غاړه کیښودونکی یو.