اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى (۱۵)
تفسیر
ای یهودیانو د تورات والاو، او نصاراو د انجیل والاو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ محمد –صلی الله علیه وسلم- چې بیانوي تاسو ته ډیر د هغه څه نه چې تاسو پټ کړي و د هغه کتاب څخه چې په تاسو نازل شوی وو، او مخ به اړوي د ډیرو دغو پټ شوو شیانو څخه هغه چې څه مصلحت پکې نه وي صرف ستاسو رسوا کول پکې وي، بیشکه راغلی تاسو ته قران کریم کتاب د الله تعالی له طرفه، او دا رڼا ده چې رڼا پرې کیدلی شي، او کتاب دی بیانوونکی (واضح کوونکی) هر هغه څه لره چې خلک ورته په خپلو دنیوي او اخروي چارو کې ضرورت لري.