سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 24)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۲۴
قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا أَبَدًا مَا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ
هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو (۲۴)
تفسیر
وویل یو قوم د موسی –علیه السلام- له بنی اسرائیلو څخه په داسې حال کې چې کلک ولاړ وو په خلاف د حکم د خپل پیغمبر موسی –علیه السلام-: بیشکه مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ښار ته تر څو چې پدې کې دا زورور خلک موجود وي، نو -ای موسی-! لاړ شه ته او ستا رب نو تاسو دواړه جنګ وکړئ د دې زورورو خلکو سره، هر چې مونږ یو نو مونږ به په دې خپل ځای کې پاتي یو وروسته پاتي کیدوونکې د جنګ نه ستاسو سره.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: