اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله د شعائرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كورته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له یو قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ۔ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى (۲)
تفسیر
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ د الله هغه محرمات حلال مه ګرځوئ چې د تعظيم امر يې درته کړی دی او د احرام له ممنوعاتو لکه ګنډلو جامو او د حرم له محرماتو لکه ښکار څخه ډډه وکړئ، او د حرم په مياشتو کې چې هغه ذوالقعده، ذوالحجه، محرم او رجب دي جنګ حلال مه ګرځوئ، او کوم څاروي چې حرم ته د هديې په ډول لېږل کيږي هغه په غصب، ورته کړنه، خپل ځای ته په نه رسېدلو سره حلال مه ګرځوئ ترڅو هملته د الله لپاره ذبحه کړل شي، هغه څاروی حلال مه ګرځوئ چې د دغې خبرې په ډاګه کولو لپاره د وړيو يا بل څه قلاده (غاړه کۍ) پرې وي چې دا هديه ده، او مه هغه بيت الله الحرام ته تلونکي حلال ګرځوئ چې د سوداګرۍ او الله رضا لټوي، او کله چې د حج او عمرې له احرام څخه حلال شوئ او له حرم څخه ووتلئ؛ نو که مو غوښتل ښکار وکړئ او د هغو خلکو کينه دې تاسې پر هغوی ظلم او د عدالت پرېښودلو ته نه اړ نه کړي چې تاسې يې له مسجد حرام څخه را ګرځولي یاست، اې مؤمنانو د هغه څه په ترسره کولو کې د يوبل مرسته وکړئ چې امر درته پرې شوی دی او د هغه څه په پرېښودلو کې چې ترې راګرځول شوي یاست، او په هغو ګناهونو کې له يوبل سره مرسته مه کوئ چې ترسره کوونکی يې ګناهکاريږي او مه د خلکو د وينو، مالونو او عزتونو پر وړاندې په تيري کې له يوبل سره مرسته کوئ او له الله څخه د هغه د پيروۍ په التزام او له ګناهونو يې په لېرې والي وډار شئ، پرته له شکه الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې سرغړونه ترې کوي؛ نو له سرغړونې يې ووېرېږئ.