سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۳۲

مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ 32 ٣٢

له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي (۳۲)

تفسیر
د وجې د قتل کولو د قابیل خپل ورور لره مونږه خبر کړه بنی اسرایل چې بیشکه چا چې قتل کړو یو نفس لره پغیر د څه وجې نه چې یا قصاص وي او یا په ځمکه کې فساد کول وي په کفر او یا لوټ کولو د لارې سره، نو لکه ده چې ټول خلک وژلي وي؛ ځکه چې د ده په نیز د یو بې ګناه او ګناهګار ترمنځ فرق نشته. او چاچې ځان وساته د وژلو د یو نفس نه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي وي دا يې عقیده وي چې د ده وژل حرام دي او مړ يې نه کړ؛ نو داسې ده لکه ده چې ټول خلک بچ کړي وي؛ ځکه چې د ده په دې کار کې د ټولو خلکو ژغورل دي، او بیشکه راغلی وو پیغمبران زمونږ بنی اسرائیلو ته په غټو او ښکاره دلیلونو سره، او سره لدې نه بیا هم ډیر د دوی څخه تیریدونکي وو د الله تعالی د پولو څخه په کولو د ګناهونو سره، او په مخالفت د خپلو پیغمبرانو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ