سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۳۵

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 35 ٣٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هغه ته قرب (نژدې والى) ولټوئ او تاسو د هغه په لار كې جهاد كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ (۳۵)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او د هغه څخه نزدیکت طلب کړئ په اداد کولو د هغه څه چې تاسو ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړي یاست، او جهاد وکړئ د کافرانو سره لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی؛ د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ، او بچ شئ د هغه څه نه چې تاسو ترې ویریږئ کله چې تاسو دغه کار وکړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ