سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۳۶

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ أَنَّ لَهُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُوا بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 36 ٣٦

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د دې هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (، نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۳۶)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، که چېرې د هغوی هر يوه ته فرض کړو چې د ځمکې د ټولو شيانو او هغو ته ورته په اندازه شيان وي او هغوی يې د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه د خلاصون په موخه وړاندې کړي؛ نو دغه فديه به ترې ونه منل شي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ