سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۳

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ۚ ذَٰلِكُمْ فِسْقٌ ۗ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ۚ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ ۙ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 3 ٣

پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني ده، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۳)

تفسیر
کوم څاروی چې پرته له ذبحه کولو مړ شي د هغه خوړل الله پر تاسې ناروا کړي دي او پر تاسې يې بهېدونکې وينه، د خوګ غوښه او هغه څه چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل نوم پرې اخېستل شوی وي، په خپه کېدلو مردار شوی، په وهلو مردار شوی، له لوړځايه په لوېدلو مردار شوی او په ښکر وهل شوی او يا بل څه مردار شوی او يا دا چې څېروونکو ښکار کړی وي لکه زمری، پړانګ او لېوه، مګر دا چې له يادو شوو شيانو یې ژوندي ومومئ او ذبحه يې کړئ؛ نو هغه بيا ستاسو لپاره حلال دي او د بتانو لپاره ذبحه کړل شوي درباندې حرام کړل شوي دي او پر تاسې حرام کړل شوي چې په پيالو له غيبه قسمتونه ولټوئ، دا هغه ډبرې يا غشي دي چې پرې ليکل شوي وي: وکړه او يا مه کړه، نو کوم غشی يا ډبره چې ورته ووځي پر همغه عمل کوي، د دغو يادو ناروا شيانو ترسره کول د الله له پيروۍ وتل دي، نن هغه کسان چې کفر يې کړی دی ستاسو له دين څخه په ګرځېدلو کې نا هيلي شوي دي ځکه هغوی يې ځواک وليده، نو له هغوی مه وېرېږئ يوازې له ما ووېرېږئ، نن مو ستاسو لپاره ستاسو هغه دين بشپړ کړ چې هغه اسلام دی او پر تاسو مو خپله ښکاره او پټه پېرزوينه بشپړه کړه او اسلام مو د دين په توګه درته غوره کړ؛ نو له هغه پرته بل دين نه منم، څوک چې د لوږې څخه د مردارې خوړلو ته اړ شي پرته له دې چې هغه دې ګناه ته مائل وي؛ نو پر هغه په دې کار کې ګناه نشته، پرته له شکه الله بخښونکی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ