سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۰

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 40 ٤٠

ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۴۰)

تفسیر
بیشکه تاته پته ده –ای پیغمبره- چې یقینا خاص الله تعالی لره بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې ده واک پکې چلوي څرنګه چې يې خوښه شي، او بیشکه الله تعالی عذاب ورکوي چاته وغواړي په انصاف سره، او بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره، بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ