سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۱

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ ۛ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا ۛ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ ۖ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَٰذَا فَخُذُوهُ وَإِنْ لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا ۚ وَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 41 ٤١

اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه كرى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو دپاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى (۴۱)

تفسیر
ای پیغمبره! خفګان کې دي وانه چوي تالره هغه څوک چې کوشش کوي په ښکاره کولو د کارونو دکفر کې د دې لپاره چې تا غصه کړي د منافقانو څخه هغه کسان چې ښکاره کوي ایمان لره، او پټوي کفر لره. او خفګان کې دي وانه اچوي تا لره یهودیان هغه چې غوږونه ږدي د خپلو مشرانو درواغو ته او منې يې، په داسې حال کې چې تقلید کوونکي دي خپلو مشرانو لره هغه چې تاته نه دي راغلی د وجې د مخ اړولو ستا څخه، بدلوي دوی خبرې د الله تعالی چې په تورات کې دي په هغه ډول چې د دوی د خواهشاتو سره موافق وي، خپلو پیروانو ته وایې: که چیرته د محمد فیصله ستاسو د خواهشاتو سره برابره شوه نو تابعداري یې وکړئ، او که چیرته یې مخالفه شوه نو بیا ترې ځان وساتئ، او هر هغه څوک چې الله تعالی یې ګمراه کیدل وغواړي د خلکو څخه نو هیچیري به ته بیانه مومې –ای پیغمبره- څوک چې واړوي د دوی نه ګمراهي او روان کړي دوی د حق لارې ته، دغه کسان چې د دې صفتونه والا دي د یهودیانو او منافقانو څخه دا هغه کسان دي چې نه غواړي الله تعالی چې پاک کړي زړونه د دوی د کفر نه، د دوی لپاره په دنیا کې شرمندګي او رسوایې ده، او په اخرت کې به د دوی لپاره لوی عذاب وي، او هغه عذاب د اور دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ