سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۵

وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 45 ٤٥

او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي (۴۵)

تفسیر
او مونږه فرض کړی و په یهودیانو باندې په تورات کې دا حکم چې یقینا چاچې وواژه یو نفس لره په نا حقه سره قصدا نو هغه به پرې وژل کیږي، او چاچې راوویستله د چا سترګه قصدا نو د هغه سترګه به هم راویستل کیږي، او چاچې د چا پوزه قصدا غوڅه کړه د هغه پوزه به غوڅیږي، او چاچې قصدا د چا غوږ غوڅ کړ د هغه غوږ به هم غوڅیږي، او چاچې د چا غاښ قصدا وویست د هغه غاښ به هم ویستل کیږي، او مونږه دا هم فرض کړی وو په دوی باندې چې یقینا په هر یو زخم کې به زیاتی کوونکي ته سزا ورکول کیږي د هغه د زیاتي په شان، او چاچې صدقه وکړه په عفوې سره زیاتي کوونکي ته نو یقینا د هغه عفوه کفاره شوه د ده د ګناهونو؛ د وجې د عفوې د ده نه هغه چاته چې ظلم یې پرې کړی وو، او چا چې فیصله ونه کړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی د قصاص باره کې او یا د نورو شیانو باره کې، نو یقینا دا کس تیریدونکی دی د الله تعالی د پولو څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ