سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۷

وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنْجِيلِ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 47 ٤٧

او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي (۴۷)

تفسیر
او ایمان دې راوړي نصارا په هغه څه چې رالیږلي وو الله تعالی په انجیل کې، او په هغه دې فیصلې وکړي -په هغه څه کې چې راتګ یې پرې کړی وو د ریښتیاوو نه؛ مخکې د رالیږلو د محمد صلی الله علیه وسلم نه دوی ته-، او چا چې فیصله ونکړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی نو دغه کسان وتونکي دې د الله تعالی د تابعدارۍ څخه، پریښودونکي دي حق لره، کږیدونکي دي باطل طرف ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ