سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 48)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۴۸
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه (۴۸)
تفسیر
او نازل کړی مونږ تاته -ای پیغمبره!- قران کریم په رښتیا سره چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې دا د الله تعالی له طرفه دی، تصدیق کوونکی دی هغو کتابونو لره چې د دې نه مخکې نازل شوي، او امانت دار (ساتونکی) دی په هغو باندې، نو چې کوم شي کې ورسره برابر و نو هغه به حق وي، او په کوم شي کې چې يې مخالف وو نو هغه به باطل وي، نو ته فیصلې کوه د خلکو تر منځ په هغه څه چې الله تعالی تاته په دې کې رالیږلی، او ته تابعداري مه کوه د خواهشاتو دهغوی هغه چې هغوی نیولې هغو لره، پریښودونکی دي هغه څه لره چې په تا باندې نازل شوی د حق نه هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او بیشکه مونږ ګرځولی هر یو امت لره شریعت د عملي قواعدو او لاره ښکاره چې هغوی پرې تللی شي، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې په دنیا کې یواځې یو شریعت وی نو خامخا به یې داسې کړی وی، لیکن الله تعالی هر یو امت لره جدا جدا شریعت ګرځولی؛ د دې لپاره چې په ټولو باندې ازمیښت وکړي نو ښکاره کړي (جدا کړي) تابعدار د ګناهګار نه، نو تاسو وړاندې والی وکړئ د یو بل نه د نیکو کارونو کولو ته او پريښودلو د بدو کارونو، خاص یواځې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي د قیامت په ورځ، او خامخا خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کوئ، او بدلې به درکړي تاسو ته په هغو عملونو چې تاسو مخکې کړي دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: