سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۹

وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ 49 ٤٩

او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي (۴۹)

تفسیر
او ته فیصلې کوه -ای پیغمبره- د دوی ترمنځ په هغه وحي چې الله تعالی تاته رالیږلې، او ته تابعداري مه کوه د دوی د ارزوګانو هغه چې د دوی د خواهشاتو د تابعدارۍ نه راپیدا شوي، او ویریږه (ځان ساته) د دوی نه د دې خبرې نه چې هسې نه چې واړوي تالره د بعضې هغه څه نه چې الله تعالی په تا باندې رالیږلی، نو هیڅکله دوی خپلې هڅې نه کموي په کیدلو د دې کار کې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه د قبلولو د فیصلې نه په هغه څه چې تاته الله تعالی رالیږلي نو پوه شه چې بیشکه الله تعالی غواړي چې سزا ورکړي دوی ته په بعضو ګناهونو د دوی سزا د دنیا، او په ټولو ګناهونو به سزا ورکوي په اخرت کې، او بیشکه ډیر د خلکو نه خامخا وتونکي دي د الله تعالی د تابعدارۍ نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ