سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۴

وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۚ وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا ۚ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ 64 ٦٤

وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې په دوى لعنت وشي۔، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر لازمًا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (، نو) الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او الله وراني كوونكي نه خوښوي (۶۴)

تفسیر
او وائې یهودیان هر کله چې ورته ورسیده سختي (تکلیف) او قحط (وچکالي): لاس د الله تعالی بند کړی شوي دي د ورکولو د خیر او خیرات نه، بند کړی يې دي زمونږ نه هغه څه چې د هغه سره دي، خبردار! بند شوي دي لاسونه د دوی د خیر کار او د خیرات نه، او دوی شړل شوي د الله تعالی د رحمت نه د دې وینا په وجه، بلکې لاسونه د الله تعالی پراخه دي په خیر او خیرات سره، خرچ کوي څرنګه چې وغواړي، پراخې هم راولي او تنګدستي هم راولي، هیڅوک په هغه باندې منع کوونکی نشته او نه پرې زورور شته، او نه زیاتوي یهودیانو لره هغه څه چې تاته نازل شوی -ای پیغمبره- مګر تیریدل د حد نه او انکار کول؛ دا د هغه حسد د وجې نه چې په دوی کې دی، او مونږ اچولې د یهودیانو د ډلو ترمنځ ښکاره دښمني او کینه د زړونو، هر کله چې دوی د جنګ لپاره راجمع شي، او هغه ته تیاری وکړي، او یا پټې جرګې او مشورې وکړي د جنګ د ګرمولو لپاره الله تعالی يې ټولګی او ډلې خورې ورې کړي، او د هغوی قوت ختم کړي، او همیشه دوي کوشش کوي په کولو د هغه څه کې چې فساد په کې وي په ځمکه کې د کوشش کولو نه په باطلولو د اسلام کې او چلونه جوړول هغه ته، او الله تعالی نه خوښوي د فساد والا.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ