سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۸

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 68 ٦٨

ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر لازمًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه (۶۸)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره-: نه یاستۍ تاسو -ای یهودیانو او نصاراو- په هیڅ شي باندې د دین نه چې یقین پرې کیدلی شي تر دې چې تاسو عمل وکړئ په هغه څه چې په تورات او انجیل کې دي، او عمل وکړئ په هغه څه چې نازل شوي په تاسو باندې د قران کریم نه هغه چې نه صحي کیږي ستاسو ایمان مګر په ایمان راوړلو سره په هغه باندې، او په عمل کولو سره په هغه څه چې دې کې دي، او خامخا زیاتوي به ډیرو اهل کتابو لره هغه وحي (قران) چې تاته نازل شوی سرکشي سره د سرکشۍ نه، او کفر سره د کفر نه، د هغه حسد د وجې نه چې دوی پکې دي، نو ته مه غمجن کیږه په دې قوم کافرانو باندې، او په هغو مومنانو کې چې ستا ملګرتیا کوي تالره بسنه او پوره والی دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ