سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۶۹

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَىٰ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 69 ٦٩

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان، او نصرانیان دي، هر چا چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي (۶۹)

تفسیر
یقینا مومنان او یهودیان او صابئین (چې دا یوه ډله ده د بعضې پیغمبرانو د تابعدارانو نه) او نصرانیان، چاچې ایمان راوړو د دوی نه په الله تعالی او په ورځ د قیامت او عمل یې وکړ نیک، نو نه به وي ویره په دوی باندې په راتلونکي وخت کې، او نه به دوی غمجن وي په هغه څه چې د دوی نه په دنیا کې پاتي شوي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ