سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۱

وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِنْهُمْ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ 71 ٧١

او دوى دا ګڼله چې هېڅ ازمېښت به نه كېږي، نو ړانده شول او كاڼه شول، بیا الله دوى ته (په رحمت سره) توجه وكړه، بیا په دوى كې ډېر خلق ړانده شول او كاڼه شول او الله ښه لیدونكى دى هغه څه لره چې دوى يې كوي (۷۱)

تفسیر
او دوی ګمان کاوه چې یقینا ماتول د دوی عهدونو او لوظونو لره، او دروغجن ګڼل د دوی پیغمبرانو لره، او وژل د دوی پیغمبرانو لره په دې باندې دوی ته هیڅ ضرر نشي رسیدلی، نو د دې په وجه دوی ته هغه څه ورسیدل چې دوی یې هیڅ ګمان نه و کړی، نو دوی د حق نه ړانده شول، نو د حق لاره نشي موندلی، او دوی کاڼه شول د اوریدلو د حق نه په اوریدلو د قبلیدلو، بیا الله تعالی په دوی باندې رجوع د رحمت وکړه د خپلې مهربانۍ د وجې نه، بیا د دې نه وروسته دوی د حق نه ړانده شول، او د حق د اوریدلو نه کاڼه شول، دا کار په دوی کې د ډیرو سره وشو، او الله تعالی لیدونکی دی هغو کارونو لره چې دوی یې کوي، په هغه باندې هیڅ شی پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ