سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۷۲

لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ 72 ٧٢

خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل: بېشكه الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته (۷۲)

تفسیر
بیشکه کفر کړی نصاراو هغوی چې ویونکي دي چې بیشکه الله تعالی چې دی هغه مسیح بن مریم دی؛ د وجې د نسبت د دوی د الوهیت(دالله نه غیر بل څوک د عبادت مشتحق ګڼل) غیر الله ته، سره د دې نه چې په خپله مسیح بن مریم دوی ته ویلی وو: ای بنی اسرایلو یوازې د الله تعالی بندګي وکړئ، نو هغه رب زما دی او رب ستاسو دی، مونږ او تاسو ټول د هغه په بندګۍ کې برابر یو، دا ځکه هر چا چې شریک جوړ کړ د الله تعالی سره بل څوک نو یقینا الله تعالی بند کړي په هغه باندې ننوتل د جنت د همیش لپاره، او ځاې د اوسیدو د هغه اور د جهنم دی، او نشته ده لره څوک مدد کوونکی د الله تعالی سره او نه څوک ملګری، او نه څوک خلاصوونکی چې خلاص کړي ده لره د هغه عذاب نه چې دا یې انتظار کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ