دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه (۷۹)
تفسیر
وو دوی چې نه به یې منع کول یو بل لره د کولو د ګناه نه، بلکې ښکاره والی به کاوه ګناه کوونکو د دوی نه په هغو ګناهونو او بدیو باندې چې دوی به کولی؛ ځکه چې داسې څوک نه وو چې دوی یې د دې کار نه منع کړی وی، خامخا ډیر بد دی هغه چې دوی یې کوي د پریښودلو د منع کولو د بدیو نه.