سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۸۱

وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَٰكِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ فَاسِقُونَ 81 ٨١

او كه چېرې دوى په الله او په نبي او په هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (، نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي (۸۱)

تفسیر
او که چیرته دې یهودیانو په الله تعالی باندې په ریښتیا ایمان راوړی وی، او ایمان یې راوړی وی د هغه په پیغمبر، نو نه به یې وی ګرځولی مشرکانو لره دوستان چې مینه ورسره کوي او د هغوۍ طرف ته مایله کیږي پغیر د مومنانو نه؛ ځکه چې دوی منع شوي د نیولو کافرانو لره دوستان، لیکن ډیر د دې یهودیانو څخه وتونکي دي د الله تعالی د طاعت او دوستانې څخه، او د دوستانې د مومنانو څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ