سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 89)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۸۹
لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ ۖ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
الله تاسو په خپلو قسمونو كې په لغو (قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو په هغو قسمونو نیسي چې تاسو پاخه خوړلي وي، نو د ده كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې په خپلو كورنیو خوروئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (د غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دا) ونه موندل، نو (د هغه په ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۸۹)
تفسیر
الله تعالی تاسو نه رانیسي –ای مومنانو- په هغه چې ستاسو په خولو باندې راځې د قسم خوړلو نه په غیر د قصد نه، لیکن رانیسي تاسو لره په هغه څه چې مضبوط قصد کړی وي تاسو په هغه باندې، او مضبوط کړي مو وي زړونه په هغه باندې او بیا مو مات کړی وي دغه قسم، نو لرې کوي ستاسو نه ګناه د هغه څه چې تاسو پرې قصد کړی وي د قسمونو نه او په خولی پرې ګویا شوی یاست کله چې تاسو مات کړئ قسم لره یو د دریو شیانو څخه چې ستاسو کوم یو خوښ وي او هغه دا شیان دي: خوراک ورکول دي لسو غریبانو ته د درمیانه خوراک ستاسو د ښار والاو نه، هر یو مسکین ته نیم صاع، او جامې کول هغوی ته هغه چې ستاسو په رواج کې ورته جامی وايې، او یا ازادول د یو څټ مومن (مریي)، نو که چیرته دې کفاره ورکوونکی کس د دې دریو شیانو څخه یو هم پیدا نه کړ نو بیا دې درې ورځې روژې ونیسي د کفارې په ډول، دا چې ذکر شو دا کفاره ده ستاسو د قسمونو –ای مومنانو- کله چې تاسو په الله تعالی باندې قسمونه وکړئ او بیا درباندې قسم واوړي (قسم مات کړئ)، او وساتئ خپل قسمونه د قسم کولو نه په الله تعالی باندې په دروغو سره، او ځان وساتئ د ډیرو قسمونو نه په الله تعالی باندې، او ځان وساتئ د بې وفایي نه په قسم باندې کله چې قسم باندې بی وفایی خیر نه وي، نو بیا د خیر کار وکړئ، او د خپلو قسمونو څخه کفاره ورکړئ، لکه څرنګه چې الله تعالی تاسو ته د قسم کفاره بیان کړې همدغه شان یې تاسو ته د خپلو حلالو او حرامو واضح کوونکي احکام بیان کړي، د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته يي هغه څه درښودلی چې تاسو پرې نه پوهیدئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: