سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 91)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۹۱

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ 91 ٩١

یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟ (۹۱)

تفسیر
بیشکه شیطان اراده لري چې تاسو ته نشه یې شیان او جواري(قمار) په زړه پورې کارونه وګرځوي، او ستاسو په زړونو کې یو بل ته دښمني او کینه واچوي،او د الله له یادولو او لمانځه څخه مو وباسي، نو آیا تاسو –ای مومنانو- پریښودونکي یاست دې منکراتو لره؟ هیڅ شک نشته چې دا ستاسو سره مناسبه ده، نو تاسو (د دې شیانو نه) بند شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ