سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 92)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
5
المائده(المائدة)، آیت ۹۲
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا ۚ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول په ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي (۹۲)
تفسیر
او تابعداري وکړئ د الله تعالی او تابعداري وکړئ د پیغمبر په عملې کولو د هغه څه چې شریعت پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې منع یې ترې کړې، او ځان وساتئ د نافرمانۍ څخه، نو که چیرته تاسو د دې نه مخ واړاوه نو پوه شئ چې بیشکه زمونږ په پیغمبر باندې رسونه د هغه څه ده چې الله تعالی ورته د هغه په رسولو امر کړی دی، او یقینا پیغمبر رسولی دی، نو که چیرته تاسو په سمه لار روان شوئ نو فایده د دې ستاسو د ځانونو لپاره ده، او که بدې مو وکړه نو د دې ګناه هم پر تاسو ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: