سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۹۶

أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ ۖ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 96 ٩٦

ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ۔ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ (۹۶)

تفسیر
حلال کړی الله تعالی تاسو لره ښکار د اوبو د حیواناتو، او هغه چې راويې غورځوي تاسو ته بحر ژوندی یا مړ فایده ده لپاره د هغه چا چې مقیم وي ستاسو نه یا مسافر وي چې د دې نه توخه واخلي، او حرام کړی یې دی په تاسو باندې ښکار د وچې ترڅو چې تاسو د احرام په حالت کې یاست د حج یا عمرې د ادا کولو لپاره، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه، نو الله تعالی هغه ذات دی چې یواځې هغه ته تاسو واپس کیدلی شئ د قیامت په ورځ، نو تاسې لره به بدله درکړي ستاسو په عملونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ